ملګرو ملتونو افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره نغدې مرستې ځنډولي

یوه افغانه ښځه چې له پاکستانه وطن ته روانه ده - د ارشیف انځور

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره (يو اېن اېچ سي ار) وايي افغانستان کې يې د نغدو مرستو مرکزونه په موقتي توګه تړلي دي.

په پاکستان کې د يادې ادارې وياند قېصر اپرېدي د سېپټمبر په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د سېپټمبر له نهمې راهيسې يو اېن اېچ سي ار او ورسره مرسته کوونکې کسان د دې جوګه نه دي چې په جلال اباد، کندهار، کابل او هرات کې د يادې ادارې د نغدو پیسو ورکولو په مرکزونو کې کډوالو سره مالي مرسته وکړي.

قیصر اپرېدی وايي د هغوی ادارې دا ګام ځکه پورته کړی دی چې ښځینه کارکوونکو ته یې اجازه نه ده ورکړل شوې چې کار ته ولاړې شي او له ستنېدونکو ښځينه کډوالو سره مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا یو اېن اېچ سي ار له دې وجې نه شي کولای چې په خوندي، درناوي او برابر ډول خدمتونه وړاندې کړي.

یو اېن اېچ سي ار وايي په افغانستان کې له واکمنو سره خبرې کوي تر څو ژر تر ژره دا ستونزه حل شي او مرستې بېرته پيل شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، هغوی نه شي ویلي چې له ستنېدونکیو کډوالو سره به د نغدو پیسو مرسته تر څومره وخته پورې ځنډېدلې وي. دوی وايي د کډوالو د ستنېدو بهیر لا هم روان دی او ټکنی شوی نه دی.