په نیپال کې پوځ د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره واګي په لاس کې اخیستي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نیپال وزیراعظم کی پي شرما اولي له قهرجنو مظاهرو وروسته د سېپټېمبر پر نهمه استعفا ورکړه او مظاهره کوونکي دولتي ودانیو ته ننوتل او اور یې ورواچاوه. د سېپټېمبر په ۱۰مه د سرښار کټمنډو په ګډون په ټولو لویو ښارونو د پوځ پهرې ولاړې دي. دوی د امنیت ساتنه او د اړي ګړي مخنیوی کوي. پوځ د سېپټېمبر په ۱۰مه په یو بیان کې ویلي دي چې هر ډول ورانی، اورلګونه او د شخصي او دولتي ودانیو نخښه کول به جرم ګڼل کېږي او ښکېلو کسانو ته به د قانون مطابق سزا ورکول کېږی. د نیپال مظاهرې تر ډېره د هغه هېواد د ځوان کهول لخوا پرمخ وړل کېږي څوک چې په ملک کې پر ټولنیزو رسنیو د بندیز، د اداري فساد او غلا غلطۍ پرضد راوتلي دي او د اصلاحاتو غوښتنه کوي. د نړیوالو اژانسونو له وېډیوګانو جوړ راپور وګورئ.