د افغانستان په فراه ولایت کې چاودنې ۷ کسان وژلي دي

د افغانستان د فراه ولایت مرکز - د ارشیف انځور

چارواکي وايي د افغانستان د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي دي.

په بالابلوک کې د طالبانو چارواکو د سېپټېمبر پر نهمه د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل، تېر مازیګر په نو اباد کلي کې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د پینځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دا چاودېدونکي مواد څنګه په دې کور کې ځای پرځای شوي ول؟

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو په وینا، ماینونه او له جګړو پاتې چاودېدونکي مواد هره میاشت لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.