ولودیمیر زېلينسکي: روسیه غواړي اوکراین ته لا زیان ورسوي

ولودیمیر زېلينسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلينسکي وايي چې امریکا باید پر اوکراین د روسیې د وروستۍ او پراخ برید په وړاندې پیاوړی غبرګون وښووي.

ولسمشر زېلېنسکي د سېپټېمبر پر اوومه په خپله ویډیويي وینا کې وویل چې روسیه هڅه کوي چې د خپلو بریدونو په دوام اوکراین ته لازیات تاوان ورسوي او په دې کې د نړیوالو اراده وازمووي.

دا تر هغې وروسته ده چې روسیې د اووم سېپټمبر په شپه د اوکراین پر پلازمېنه کییف ۸۰۰ بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په مټ پراخ برید وکړ. دا لومړی ځل وو چې د روسیې له خوا د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روانې جګړې په ترڅ کې یوه مهمه حکومتي ودانۍ په نښه شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له شدیدو بریدونو وروسته ویلي چې له پوتین" څخه سخت ناهیلی"شوی دی او پر مسکو یې د نویو بندیزونو او تعرفو لګولو ګواښ کړی دی. ولسمشر ټرمپ دسېپټېمبر پر اوومه په سپېنه ماڼۍ کې وویل چې پر روسیه نویو بندیزونو لګولو ته نېزدې شوی دی خو په دې اړه یې نور معلومات وړاندې نه کړل.