د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې ټرافیکي پېښې درې ماشومان وژلي او لرترلږه پنځه نور یې ټپي کړي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دا ماشومان یو شخصي سکول ته روان وو چې پر لاره یو سامان وړونکي ټرک وهلي دي.
د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ صوبايي ویاند بلال فیضي رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې دا پېښه د سېپټمبر پر ۵مه سهار مهال رامنځ ته شوې ده.