ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د لیدو هوډ ښکاره کړی

ټرمپ او اون تردې وړاندې د ۲۰۱۹ز کال د جون پر ۳۰مه لیدلي ول.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، هوډ لري چې سږکال د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره وګوري.

ټرمپ د اګست پر ۲۵مه په سپینه ماڼې کې د سهیلي کوریا د ولسمشر جې مایونګ سره د لیدو پر مهال خبریالانونو ته وویل، له کېم سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی او په مناسب وخت کې به ورسره وګوري.

د سي اېن اېن د راپور له مخې د سهیلي کوریا ولسمشر سپینې ماڼۍ ته د سفر پر مهال د خپل امریکايي سیال نه غوښتنه وکړه چې د شمالي او سهیلي کوریا ترمینځ دې د سولې لپاره اقدامات وکړی. هغه وویل، "زما په اند تاسو لومړی ولسمشر یاست چې د نړۍ په امنیتي مسایلو کې دومره علاقه لرئ او لاس ته راوړنې هم لرئ نو زه هیله لرم چې په کوریا ټاپووزمه کې به هم د سولې لپاره اقدامات وکړئ او له کېم جونګ اون سره به وګورئ."

شمالي کوریا تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ په خپله مخکېنۍ دوره کې د کېم جونګ اون سره لومړنۍ لیدنه په داسې حال کې درلوده چې د امریکا او شمالي کوریا اړیکې خورا کړکیچنې وې.

هغه مهال د دواړو لورو ترمينځ یو سوداګریز تړون هم لاسلیک شوی وو خو د اټومي انرژۍ، پوځي لګښتونو او د تړون په جزیاتو کې دواړو خواوو اختلافات درلودل.