د اوکرایني ولسمشر یو لوړپوړي سلاکار میخایلو پودولیاک ویلي چې روسیه د سولې لپاره هېڅ دلچسپي نه لري.
پودولیاک د اګست پر ۲۵مه د ازادې اروپا/ ازادۍ راډيو کرنټ ټايم تلویزون سره په ځانګړي مرکه کې وويل، اوکراین له لویدیځو متحدینو سره په فعاله توګه مشورې کوي چې د جګړې د دوام پر مهال د وسلو لېږدول ورته زیات شي.
نوموړي وړاندې وویل، دوی په دې پوهېږي چې روسيه اوس څومره مصرفونه کوي او څه پلان لري؟ د ده په خبره همدغه وجه ده چې دوی د اوږده واټن د ویشتونکو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو د ترلاسه کولو هڅه کوي ځکه چې دا وسلې د جګړې په ډګر کې اغېزمن تاثیر لري.
په عین حال کې د اوکراين ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د اګست پر ۲۵مه د ناروی له وزيراعظم یوناس ګار ستور سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، اوکراین هیله لري چې هره میاشت لږ تر لږه یو مېلیارد ډالر له خپلو متحدینو ترلاسه کړي چې له امریکا څخه پرې وسلې وپېري.
د اوکراين ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د اګست پر ۲۵مه د ناروی له وزيراعظم یوناس ګار ستور سره ولیدل.
زېلېنسکي زياته کړه چې هغوی په هېواد کې دننه د ډرونونو د تولید، ګډو فرصتونو او پانګونو په اړه هم خبرې وکړې چې روسیه د اوکراین د جګړې پای ته رسولو ته مجبوروي.
اوکراين په داسې حال کې له اروپايي متحدینو دا غوښتني کړې دي چې د اوکراین د شخړې د حل موندلو لپاره د امریکا دوو وروستیو غونډو هم د روسیې پر دریځ هېڅ اغېز نه دی کړی او کيیف وایي چې جګړه لا هم دوام لري.
دا پرمختګ وروسته له هغې مخې ته راغلی دی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اګست پر ۱۵مه له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې او تر هغې وروسته د اګست پر ۱۸مه په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي سره وکتل.