ایران له اروپايي هېوادونو سره پر خپل اټومي پروګرام خبرې بیا پیلوي

د تهران استازو د جولای پر ۲۵مه په استنبول کې د ایران په قونصلګرۍ کې له اروپايي استازو سره پر اټومي پروګرام خبرې کړې وې.

ټاکل شوې چې ایران له اروپايي ټولنې، برېتانیا، فرانسې او جرمني سره د خپل اټومي پروګرام په اړه خبرې بیا پیل کړي.

ایرانیو دولتي رسنیو ویلي، د تهران، اروپايي ټولنې او د ۲۰۱۵ز کال د اټومي موافقې د درې ګډونوالو اروپايي هېوادونو د وزیرانو د مرستیالانو پر کچ د خبرو نوی پړاو د اګست پر ۲۶مه په جېنیوا کې پیلېږي.

دا به په جون کې د ایران او اسراییلو ترمینځ له لنډې جګړې راهیسې دویمه غونډه وي. د خبرو مخکینی پړاو د جولای پر ۲۵مه په استنبول کې شوی وو.

امریکا د جون پر ۲۱مه د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو حملې وکړې. تر دې دوه اونۍ مخکې اسراییلو د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو لویې حملې کړې وې او ایران یې په غبرګون کې پر اسراییلو توغندي ویشتلي ول.

ایران له اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال له نړېوالې ایټمي انرژۍ ادارې سره خپله همکاري ځنډولې وه.

درېواړو اروپايي هېوادونو ګواښ کړی چې که تهران د اورانییمو غني کول و نه دروي او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له پلټونکو سره همکاري و نه کړي نو د ۲۰۱۵ز کال د موافقې له مخې به ورباندې ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګوي.

تهران د دې مخالفت کوي او وايي، اروپايان د تړون له مخې د خپلو ژمنو درناوی نه کوي.

د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځه دایمي غړو او جرمني په ۲۰۱۵ز کال کې له تهران سره "جامع اټومي موافقه" وکړه چې پکې راغلي ول چې ایران به د اورانییمو غني کول محدودوي او په بدل کې به ورباندې اقتصادي بندیزونه لیرې کېږي.

خو امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې د ولسمشرۍ لومړۍ دورې پر مهال هغه "تر ټولو بد تړون" وباله او په یو اړخیز ډول ورڅخه ووت.

ایران په بیا بیا ویلي دي چې اټومي پروګرام یې سوله ییز دی.