مینګوره کې تر سېلاب وروسته د پاکۍ چارې دوام لري
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د سوات په مینګوره ښار کې د اګست پر ۱۵مه تر لوی سېلاب وروسته لا هم د کورونو، دوکانونو او لارو د پاکولو چارې دوام لري چې پکې د ښار اوسېدونکي او د خیریه بنسټونو غړي هم برخه اخلي. د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د شړکنده بارانونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې تر ۳۵۰ زیات کسان ووژل شول. په عین حال کې صوبايي او وفاقي حکومتونو له ځپل شویو سره د پوره مرستو اعلان کړی دی. ویډيويي رپورټ وګورئ.