وکیل: د خیبر ولسي مشر ملک نصیر کوکیخېل خوشې شوی دی

ملک نصیر کوکیخېل د پښتنو قامي جرګې په دایرولو کې مهم رول لوبولی وو - انځور له ارشیفه.

د خیبر د ولسي مشر او د پښتون قامي جرګې د غړي ملک نصیر کوکيخېل وکیل وايي، موکل یې په پېښور کې د "یوې سرکاري ادارې" له ودانۍ خوشې شوی دی.

جنېد خان وزیر مشال راډیو ته وویل، نوموړی د اګست پر ۲۰مه خوشې شو. ده دا روښانه نه کړه چې نوموړی د کومې سرکاري ادارې له ودانۍ خوشې شوی، خو زیاته یې کړه چې د خیبر ضلعې پخواني سېنېټر تاج محمد اپرېدي ته تر سپارل کېدو وروسته کور ته ستون شوی دی.

دی وايي، هغه د جون پر ۳۰مه پولیسو د پنجاب د اټک له زندانه بیولی وو چې وروسته ورک شو او تر ننه یې هېڅ درک نه لګېده.

د ملک نصیر کوکیخېل کورنۍ تور پورې کړی وو چې هغه له پوځي استخباراتي ادارو سره وو خو پوځ او د خیبر پښتونخوا حکومت لا په دې اړه څه نه ول ویلي.

ملک نصیر کوکیخېل د ۲۰۲۴ز کال اکتوبر پر ۱۱مه د "پښتون قامي عدالت" په نوم په خیبر کې د جرګې په جوړولو کې مهم رول لوبولی وو.

د خيبر پوليسو کوکيخېل د ۲۰۲۴ز د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود په شاکڅ کې د لېويزو له دفتره ګرفتار کړی وو.

پر هغه تور وو چې د ۲۰۲۴ز په اګست کې يې د تيرا راجګال کډوالو په احتجاجي پرلت کې د رياست ضد ويناوې کړې وې او وروسته يې د همهغه کال په اکتوبر کې د پښتنو قامي جرګې لپاره په جمرود کې د کوکيخېلو مشترکه ځمکه ورکړې وه. پر هغه په ۱۶ مقدمو کې د ترهګرۍ او قتل مادې هم شاملې وې.

عدالت په ټولو قضیو کې د نوموړي ضمانت منظور کړی وو.

په وروستیو کې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې هم د هغه بند "ناقانونه" بللی وو او د خوشې کولو غوښتنه یې کړې وه.