د پاکستان وزیراعظم د خیبر پښتونخوا سېلاب ځپلو سیمو ته تللی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سوات، بونېر او د خیبر پښتونخوا نورو سېلاب ځپلو سیمو ته تللی او هلته یې ویلي دي چې حکومت یې له اغېزمنو خلکو سره مرستو ته ژمن دی. نوموړي ویلي دي چې له صوبايي حکومت سره به په ګډه له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي. په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم اداره (پي ډي اېم اې) وايي چې وروستیو سېلابونو په ټوله صوله کې له ۳۵۰ زیات کسان وژلي دي چې له ۲۰۰ زیات یې یوازې له بونېر سره تړاو لري.
د مشال راډیو خبریال راپور لري.