د اوکراین وزیراعظمه یولیا سوېريدېنکو وايي، د هېواد په شمالي سیمه سومي کې د روسیې حملې لږ تر لږه ۱۴ کسان زخمیان کړي دي.
نوموړې د اګست پر ۲۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې په ژوبلو کې د یوې کورنۍ درې ماشومان هم شامل دي.
ځايي څارنوالانو پر ټېلېګرام وویل چې روسیې د اګست پر ۲۰مه سهار ورختي پر اوختېرکا سیمه د ۱۵ بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي د روسیې او اوکراین ترمینځ جګړه ختمه او سوله وکړي.
د اوکراین وزیراعظمې وویل چې روسیه خپله "وار خطايي" ښکاره کوي او تور یې پورې کړ چې په اوکراین کې د "خلکو د کورونو او ویده ماشومانو په هدف ګرځولو ترهګرۍ ته دوام" ورکوي.
روسیې په بیا بیا ویلي چې ولسي وګړي او ولسي زېربنا ( انفراسټرکچر) نه په نخښه کوي.
اخوا د اوکراین دفاعي ځواک په بیان کې ویلي چې روسیې د اګست ۱۹مې او ۲۰مې ترمینځ شپې مهال پر اوکراین د ۹۳ ډرون او دوو میزایلو حملې وکړې او ادعا یې وکړه چې ۶۲ ډرونونه او یو توغندی یې وغورځول.
د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې وویل چې په اوډېسا سیمه کې په "یوه لویه ډرون حمله" کې یو کس زخمي شوی او د تېلو او توانایۍ (انرژۍ) په یو مرکز کې اور لګېدلی دی.
روسیې لا د بریدونو په اړه اوکراینیو چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.