اوکراینیان د ټرمپ او پوتین ترمینځ له ملاقاته څه هیلې لري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

واشنګټن او مسکو وايي ډانلډ ټرمپ او ولاديمیر پوتین د اګست پر ۱۵مه په الاسکا کې ګوري چې د اوکراین جګړې په سر خبرې وکړي. په هغو خبرو کې د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې خو ټرمپ د اګست په اتمه ویلي وو چې په الاسکا کې له پوتین سره ترکتلو وړاندې به له زېلېنسکي سره هم وګوري. په ورته مهال اروپايي ټولنې هم ویلي دي چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره د هر ډول تړون پر مهال باید کییف او اروپايي اتحادیه هم حضور ولري. اوکراینیان که څه هم تمه لري چې د ۲۰۲۲ز کال له فبرورۍ راهیسې د هغوی په هېواد د روسيې یرغل د نړېوالو هڅو په مرسته پای ته رسېدلی شي خو دا چې د الاسکا په غونډه کې زېلېنسکي ته بلنه نه ده ورکړل شوې نو دوی زیاته تمه ترې هم نه لري. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې راپور وګورئ.