افغانستان کې د طالبانو حکومت قطر ته کاریګر لېږي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي له قطر، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، عمان، ترکيې او روسیې سره یې افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، له قطر سره د یوې هوکړې له مخې ۳،۱۰۰ افغان کاریګرو ته به په رسمي ډول په هغه هېواد کې کار ورکړل شي. په کابل کې سلګونه کسان قطر ته د کار لپاره د ورتلو په موخه نوم لیکنه کوي. ځینې یې وايي په هېواد کې یې اقتصاد ښه نه دی او غواړي چې قطر ته د کار لپاره لاړ شي.
نور حال په دې راپور کې چې د فرانسې خبري اژانس او اسوشیېټېډ پریس له ویډیو جوړ شوی دی.