د اورکزو مشرانو د ممکنه عملیاتو پر مهال له کډو کولو انکار کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جولای په ۲۵مه په ډبوري سیمه کې د اورکزو د ټولو قامونو مشرانو، سیاسي او مدني فعالانو او ځوانانو د امن لپاره جرګه وکړه. په دې موقع مشرانو وویل، له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې ولس د پوځ او طالبانو ترمینځ په جګړه کې زیانونه ویني. دوی وايي، نور یې څوک د عملیاتو په نوم کډو کولو ته نه شي اړویستلی. دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او امنیتي ځواکونه وايي، د امنیت راوستلو لپاره د وسلوالو پر ضد عملیات اړین دي. نور حال د مشال راډیو په دې ویډیويي راپور کې.