پېښور کې یو فعال بې وزله ماشومانو ته وړیا تعلیم ورکوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې یو فعال د بې وزله کورنیو او مزدوري کوونکو ماشومانو لپاره یو وړیا ښوونځی پرانیستی دی. محمد عامر وايي، شاوخوا ۱۳۰ ماشومان یې سکول ته ورځي او تعلیم ترلاسه کوي. دی وايي، یوشمېر هغو ماشومانو ته هره ورځ پیسې هم ورکوي چې د کورنیو لګښتونه یې تر غاړې دي. عامر زیاتوي، ځايي خلک هم ورسره د خپلې وسې له مخې مرسته کوي. په دې اړه ویډيويي رپورټ وګورئ.