د پاکستان په سرښار اسلام اباد او نورو ټولو ښارونو کې د محرم د لسمې ورځې یا عاشورې د ماتمي جلوسونو لپاره ځانګړي اقدامات شوي دي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جولای پر څلورمه د هېواد سرکاري خبري اژانس "اې پي پي" ته ويلي، مرکزي او صوبايي حکومتونه هڅه کوي چې د محرم پر مهال د ناامنۍ پېښې و نه شي.
د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر ذوالفقار حميد د جولای پر پينځمه په پېښور کې خبريالانو ته وويل چې د امنيت له پلوه يې د صوبې ۱۴ ضلعې "حساسې" او له هغو څخه بيا اته "ډېرې حساسې" ګرځولې دي او دا چې د امنيت لپاره به د پوليسو ترڅنګ د پوځ او اېف سي سرتيري هم ځای پر ځای وي.
نوموړي زياته کړه چې د محرم د جلوسونو د امنيت لپاره يې په ټوله صوبه کې ۵۰،۰۰۰ پوليس سرتيري ځای پر ځای کړي دي او ترڅنګ يې په لويو ښارونو لکه پېښور، کواټ او ډېره اسماعيل خان کې سي سي ټي وي کېمرې هم لګولې دي.
نوموړي هيله وښوده چې د محرم ماتمي جلسونه به په پرامنه فضا کې وشي.
په پاکستان کې د جولای پینځمه د محرم نهمه ورځ ده او د عاشورې ورځ به د جولای پر شپږمه وي.