د خیبر پښتونخوا په سوات کې سیند لږترلږه ۱۶ تنه وړي او د اوو پکې مړي میندل شوي دي.
د ژغورنې اداره ۱۱۲۲ وايي د سوات له سینده یې د اوو کسانو جسدونه اېستلي دي.
په سوات کې د یادې ادارې ویاند نیاز محمد وايي، ۱۶ کسان تېره شپه د مینګورې په بای پاس سیمه کې د سیند اوبو وړي ول.
نوموړی وايي، له دغو څخه درې کسان ژوندي اېستل شوي او د شپږو نورو لټون روان دی.
هغه وايي د ریسکیو ۱۱۲۲ ادارې مامورین د ورکو کسانو په لټون بوخت دي.
هلته په سوات کې ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په لاهو شویو ۱۶ کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
په سوات سیند کې د سیلابي صورتحال له وجې د بېړیو په ګرځولو بندیز لګول شوی دی.