ولسمشر ټرمپ په ایران کې د رژیم ممکنه بدلون ته اشاره کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له رسنیو سره د خبرو پرمهال.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د" رژیم د بدلون" پر امکان خبرې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د جون پر ۲۲مه ناوخته پر خپله ټولنیزه پاڼه سوشل تروټ په یو بیان کې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي، "د 'رژیم بدلون' اصطلاح کارول په سیاسي توګه سم نه دي، خو که اوسنی ایراني رژیم ایران ته عظمت بیرته نشي ورکولای نو ولې د رژیم بدلون نه؟"

امریکايي ولسمشر دا خبره له هغه یوه ورځ وروسته کړې ده چې امریکايي ځواکونو د ایران پر درو ایټمي تاسیساتو بریدونه وکړل.

ولسمشر ټرمپ تر هغو بریدونو سمدستي وروسته په وینا کې وویل چې د ایران ایټمي پروګرام کې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

هغه ګواښ وکړ چې که ایران ژر تر ژره سولې ته حاضر نه شي، نور هدفونه به یې هم په نښه کړي.

نوموړي د جون پر ۲۲مه په دې اړه په یو بیان کې ویلي چې "د ایران د اټومي تاسیساتو زیان ډېر ګڼل کیږي، بریدونه سخت او دقیق وو. زموږ پوځ لوی مهارت وښود."

هغه پر سوشل تروت د یوې ( B-2 ) بم غورځونکې الوتکې د ښکته کیدو ویډیو هم خپره کړې ده او ورسره لیکلي یې دي چې د B-2 پیلوټان چې د ایران د اټومي تاسیساتو په بمبارۍ کې یې برخه اخیستې وه، بیرته د میزوري په هوایي اډه کې په خوندي ډول ښکته شول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ایران د جګړې په لسمه ورځ هم پر اسراییل توغندي ور توغولي دي

د ایران او روسیې سلا مشورې

بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جون پر ۲۲مه په استنبول کې یوې خبري غونډې ته وویل، "د ډیپلوماسۍ دروازه باید تل خلاصه وي، خو اوس داسې نه ده."

هغه زیاته کړه چې ایران تر برید لاندې دی او تر هغه چې اړتیا وي د ځان دفاع حق به وکاروي. هغه وویل، "دا نشي څرګندولای چې ایران به د امریکا د بریدونو په ځواب کې څه وکړي."

د ایران حکومتي رسنیو وروسته خبر ورکړ چې عراقچي مسکو ته رسیدلی او د جون پر ۲۳مه به د ولسمشر ولادمیر پوتین په ګډون له یوشمېر روسي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

عباش عراقچي مسکو ته تر روانېدو وړاندې رسنیو ته وویل، "روسیه زموږ ملګرې ده او موږ تل مشوره کوو."

په ورته وخت کې، د اسراییل وزیر اعظم بنیامین نتانیاهو وویل چې د هغه هیواد د ایران د اټومي او توغندیو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د خپل هدف بشپړولو ته ډیر نژدې دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

پر ایران د امریکا برید او د اسراییلو او ایران لخوا پر یو بل دوامداره بریدونه د جون پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې موضوع هم وه.

په نیویارک کې د امنیت شورا غونډه

په غونډه کې د امریکا استازې ډوروتي شیا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د پوځي بریدونو دفاع وکړه او ویې ویل، "بالاخره، هغه وخت رارسېدلی چې امریکا د خپلو متحدینو، وګړو او ګټو په دفاع کې په پرېکنده توګه عمل وکړي."

ډوروتي شیا ایران ته د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړ، او زیاته یې کړه، "له څلویښتو کلونو راهیسې، د ایران حکومت د 'مرګ پر امریکا' او 'مرګ پر اسراییل' شعارونه ورکړي او د خپلو ګاونډیانو، امریکا او ټولې نړۍ د سولې او امنیت لپاره یې دوامداره ګواښ رامینځته کړی دی."

هغې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې د دې په وینا، د خپل اصلي ماموریت له مخې "د ایران له رژیم څخه وغواړي چې د اسراییلو د ویجاړولو لپاره خپله ۴۷ کلنه هڅه پای ته ورسوي.

خو د ایران استازي امیر سعید ایرواني د امریکا او اسراییلو "تیري کوونکي اقدامات" وغندل او ویې ویل چې "د ایران د متناسب غبرګون وخت، ماهیت او اندازه به د ایران وسله والو ځواکونو لخوا ټاکل کیږي."

هغه پر امریکا تور پورې کړ چې "یو ځل بیا په بې پروایۍ سره د نتنیاهو د ساتنې لپاره خپل امنیت قرباني کوي."

د امنیت شورا په غونډه کې، د چین، روسیې او پاکستان په ګډون د ځینو هیوادونو استازو د ایران په اټومي تاسیساتو د امریکا برید وغاندی. د فرانسې او بریتانیا استازو هم له ایران څخه وغوښتل چې د خبرو اترو میز ته راشي.