جنوبي افریقا د ټیسټ کرکټ نړیواله اتلولي وګټله

جنوبي افریقا د ټیسټ کرکټ نړیړاله اتلولي وګټله.

جنوبي افریقا د کرکټ د ټیسټ لوبو د نړیوالې اتلولۍ په پای لوبه کې اسټرالیا ته په پنځو وکټو ماتې ورکړه او په ۲۰۲۳م کال کې د پیل شويو سیالو اتله شوه.

د کرکټ د ټیسټ اتلولۍ یا ټیسټ چمپېنشپ پای لوبه د جون پر ۱۱مه د لندن په تاریخي لارډز میدان کې پیل شوې وه.

جنوبي افریقا پچه ګټلې وه او اسټرالیا ته یې لومړی د بېټنګ کولو بلنه ورکړې وه. هغوی په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۲ منډې کړې او ټول لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د اسټرالیا له خوا بیو ویبسټر ۷۲ او سټیو سمیت ۶۶ او الیکس کېري ۲۳منډې کړې وې.

د جنوبي افریقا له اړخه چټک بالر کګیسو ربادا ۵ او مارکو یینسن درې وکټې ترلاسه کړې وې.

جنوبي افریقا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د پام وړ لوبه ونه کړای شوه او ټول لوبغاړي یې د ۱۳۸ منډو له جوړولو وروسته اوټ شول.

د جنوبي افریقا لوبغاړی تر وروستۍ منډه جوړولو وروسته

په دې کې تر ټولو ښه لوبه ډیویډ بينګهم وکړه چې ۴۵ منډې جوړې کړې. تر هغه وروسته کپتان ټیمبا باووما وو چې د ۳۶ منډو په جوړولو کې بریالی شو.

د اسټرالیا له خوا پېټ کمینز شپږ او مچېل سټارک دوه لوبغاړي وسوځول.

تر هغه وروسته اسټرالیا په خپله دویمه پاڼۍ کې ۲۰۷ منډې جوړې کړې چې د لومړیو لوبغاړو د کمزورې بازۍ له کبله په دې مهمه لوبه کې له مشکلاتو سره مخامخ شوه.

خو الیکس کېري ۴۳ او چټک بالر مېچل سټارک په بې سارې ټیسټ لوبه کې ۵۸ منډې وکړې او جنوبي افریقا ته یې د اتلولۍ ګټلو لپاره د ۲۸۲ منډو هدف ورکړ.

د جنوبي افریقا بالرانو د اسټرالیا غوندې تکړه لوبډلې په وړاندې یو ځل بیا په زړه پورې بالنګ وکړ. په دوی کې کګیسو ربادا یو ځل بیا څلور لوبغاړي اوټ کړل. د هغه تر څنګ لونګي اینګېډي درې وکټونه واخیستل.

جنوبي افریقا د ټیسټ کرکټ د دې بیخي مهمې لوبې ګټلو لپاره د ورکړل شوي په ظاهره ګران ۲۸۲ هدف ترلاسه کولو لپاره په زړه پورې پیل وکړ.

که څه هم پیلیز لوبغاړی رېن ریکلټن یوازې پر شپږ او ویان مولډر پر ۲۷ منډو اوټ شول. خو دویم پیلیز لوبغاړی ایډن مارکرم او کپتان ټیمبا باووما ورته ملا وتړله او لوبه یې په خپل واک کې واخیسته.
کپتان باووما له ۶۶ منډو جوړولو وروسته اوټ شو خو ایډن مارکرم لوبې ته دوام ورکړ.

د جنوبي افریقا ایډن مارکرم د پای لوبې په دویمه پاڼۍ کې تر ټولو مهم رول ولوباوی او ۱۳۶ منډې یې وکړې.

ایډن مارکرم تر اوټ کېدو وروسته

د کرکټ نړیوالې شورا تر څارنې لاندې د ټیسټ لوبو دا نړیواله اتلولي د ۲۰۲۳م کال د جون پر ۱۶مه پیل شوې وه.

په دې سیالیو کې د نړۍ نهه لوبډلو برخه اخیستې وه. په دوې کې اسټرالیا، جنوبي افریقا، هند، پاکستان، انګلېنډ، سري لنکا، ویسټ انډیز، نیوزي لېنډ او بنګله دېش شامل وو.

په دې کې هرې لوبډلې په درې کلنه موده کې لوبې وکړې خو پاکستان تر ټولو لږ یانې په ۱۴ کې یوازې پنځه لوبې وګټلې او پر وروستي نمبر راغله.

جنوبي افریقا او اسټرالیا د ښې بازۍ او ډېرو لوبو ګټلو پر اساس پای لوبې ته راوتلي وو کومه چې د جنوفي افریقا په ګټه تمامه شوه.

په ټوله اتلولي کې تر ټولو ښه ځلېدلي لوبغاړي څوک وو؟

د کرکټ په ټیسټ چېمپین شپ کې د بېټنګ په برخه کې تر ټولو ښه لوبه د انګلېنډ جو روټس وکړه چې په ۴۰ پاڼیو کې یې ۱۹۶۸ منډې وکړې.

پر دویم نمبر د هند ځوان لوبغاړی یاشاسوي جېسوال وو چې په ۳۶ پاڼیو کې یې ۱۷۹۸ منډې جوړې کړې وې.

پر دریم نمبر بیا د انګلېنډ لوبغاړی بین ډکیټ وو چې په ۴۱ پاڼیو کې یې ۱۴۷۰ منډې جوړې کړې وې.

د بالنګ په برخه کې تر ټولو ښه د اسټرالیا پېټ کمینز ځلېدلی وو چې په ۳۵ پاڼیو کې یې ۸۸ وکټونه اخیستي وو.

پر دویم نمبر د هند چټک بالر جېسپریت بومرا وو چې یوازې په ۲۸ پاڼیو کې یې ۷۷ لوبغاړي اوټ کړي وو.

پر دریم نمبر د اسټرالیا چټک بالر مېچل سټارک وو چې په ۳۷ذ پاڼیو کې د ۷۷ لوبغاړو په سوځولو کې بریالی شوی وو.