د بویینګ کمپنۍ اجرایوي مشر کیلي اورتبرګ په هند کې د دوی د یوې الوتکې له غورځېدو وروسته د پاریس هوايي نندارتون ته خپل سفر لغوه کړی دی. دا نندارتون د جون پر ۱۶مه پیلېږي.
د فرانسې خبري اژانس لیکي، په هند کې د بویینګ کمپنۍ یوې بلې الوتکې غورځېدو د دغه امریکايي شرکت په خوندیتوب یو وارې بیا پوښتنې رامخې ته کړې دي.
اژانس لیکي، د جون پر ۱۲مه د هند له احمد اباده لندن ته د بویینګ ۷۸۷ ـ ۸ الوتکې د غورځېدو پېښه کې ۲۶۵ کسان وژل شوي دي چې ورکې د طیارې د عملې او مساپرو ترڅنګ پر ځمکه د حادثې ښکار کسان هم شامل دي.
ډي پي اې خبري اژانس لیکي، په طیاره کې له سپرو مساپرو یو تن ژوندی پاتې شوی دی. وشواس کمار رامېش رسنیو ته ویلي، باور یې نه راځي چې هغه حنګه ژوندی پاتې شوی دی. نوموړي ویلي، د سترګو په وړاندې یې د نورو خلکو مړینه تېره شوې او هغه به خپلو پښو د طیارې له ملبې راوتلی دی.
د هند وزیراعظم له وشواس کمار رامېش سره په روغتون کې لیدلي دی.
هندي رسنۍ وايي، د طیارې د غورځېدو له وجې پر ځمکه د طب پوهنتون ودانۍ لګېدلې چې پکې لږ تر لږه پنځه محصلین وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دی.
ډي پي اې خبري اژانس لیکي، د هوابازۍ ماهرین وايي، کېدی شي الوتکه د دواړو ماشینونو په یو وار د غیرفعاله کېدو او یا هم له مارغانو سره د جنګېدو له وجې پرېوتې وي.
رایټرز اژانس لیکي چې د غورځېدلې طیارې د معلوماتو خوندي کوونکی تور صندوق موندل شوی دی او پلټنې دوام لري.