اسراییل پر ایران برید کړی او د انقلابي ساتونکي ځواک مشر یې وژلی دی

دا په تهران کې یو له هغو ودانیو ده چې اسراییل په نښه کړې ده.

اسراییل وايي د جون پر۱۳مه یې د ایران په بېلا بېلو برخو کې د دې هیواد اټومي ځایونه په نښه کړي دي.

اسراییل خبردار ورکړی دی چې پر ایران به دې بریدونو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې د دوی په وینا، ایران یې د ایټمي وسلو له جوړولو نه وي ګرځولی.

د اسراییل وزیراعظم بینیامین نېتنیاهو ویلي چې دوی د ایران پرضد هدفي پوځي عملیات پیل کړي دي. د نوموړي په وینا، د دې هدف دا دی چې "د اسراییلو د بقا لپاره د ایرانی خطر شنډ کړي."

نوموړي دې عملیاتو ته د "پاڅېدونکي زمري" نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې دا به تر هغه وخته دوام ولري چې د ده په وینا د اسراییل په وړاندې خطر یې له منځه وړی نه وي.

وزیراعظم بینیامین نېتنیاهو په یو ویډیويي بیان کې ویلي، " موږ د ایران د یورانیمو غني کولو خاص مرکز په نښه کړ، موږ په نطنز کې د یورانیمو غني کولو تر ټولو مهم ځای هدف کړی او موږ د ایران د بېلسټک توغندي جوړولو پروګرام هم په نښه کړی دی."

د اسراییل له خوا د جون پر ۱۳مه پر ایران د شوي برید یوه سیمه

یو اسراییلي چارواکو ویلي چې دوی د ایران په بېلا بېلو سیمو کې په لسګونه ځايونه په نښه کړي دي.

د ایران حکومتي ټلویژن خبر ورکړی دی چې په نښه شویو ځایونو کې په تهران کې د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک مرکز هم ویشتل شوی دی.

د ایران تسنیم نومي خبري اژانس بیا خبر ورکړی دی چې په دې برید کې د اسلامي انقلاب ساتونکي ځوک مشر مېجر جنرل حسېن سلامي هم وژل شوی دی.

د ایران ایرنا خبري اژانس لیکي چې د تهران په ګډون په یو شمېر نورو ښارونو کې ولس مېشتې سیمې هم په نښه شوې دي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي خبرداری ور کړی دی چې اسراییل به د دې برید سختې پایلې وویني.

نوموړي په یو بیان کې ویلي، " اسراییل په دې جرم سره د ځان لپاره سخت او دړدونکی برخلیک ټاکلی دی او دا به دوی ته خامخا رسېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې اسراییل دا کار په خپل سر کړی دی او امریکا پکې هیڅ لاس نه درلود.

مارک روبیو د سپینې ماڼۍ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویلي چې "اسراییل امریکا ته سلا ورکړې وه چې د دوی په فکر دا بریدونه د اسراییل د خپلې دفاع لپاره ضروري دي."

نوموړي ایران ته خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د امریکا ګټو ته زیان ونه رسوي. د ده په وینا، دوی په سیمه کې د خپلو ځواکونو خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي دي او په دې اړه په سیمه کې له خپلو اتحادیانو سره په تماس کې دي.

بل پلو د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کاټز ویلي چې د ایران له خوا د ممکنه غچ اخیستنې په اټکل کې یې په هیواد کې خاص حالت اعلان کړی دی.

نوموړي ویلي، " د اسراییل له خوا پر ایران تر برید وروسته، اټکل کېږي چې ایران به پر اسراییلي ریاست او ولس له توغنديو او ډرون بریدونو کار اخلي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جون پر ۱۱مه وویل چې که هدف دا وي چې ایران به اټومي وسلې نه جوړوي، نو کیدای شي موافقه وشي.

خو هغه ټینګار وکړ چې ایران باید د یورانیم غني کولو حق ځانته وساتي او دا هغه څه دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یې په کلکه مخالفت کړی دی.

امریکا، اسراییل او د نړۍ یو شمېر نور هیوادونه وايي، ایران د ایټمي وسلو په جوړولو بوخت دی خو ایران وايي، د یورانیمو غني کول یې سولییز او د ملکي اهدافو لپاره دي.