د کراچۍ په يوه کارخانه کې لګيدلي اور پینځه اور وژونکي ژوبل کړي دي

په کراچۍ کې وخت نا وخته په ودانیو کې د اورلګېدنې پېښې رامنځته کېږي. (انځور: ارشیف)

د کراچۍ ژغورنې ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ وياند حسان الحسيب د جون پر نهمه پاکستانيو رسنيو ته ويلي دي چې اور تر شاوخوا ۳۰ ساعتونو وروسته قابو کړل شوی دی.

البته د ده په خبره د فېکټرۍ په ځينو برخو کې لا هم اور بليږي او په مکمله توګه قابو کولو کې به يې وخت لګېږي.

نوموړی زياتوي چې په فېکټرۍ کې د کيميکل او کپړو موجودګۍ له کبله پر اور قابو ميندلو کې زيات وخت ولګېدو. د اور په وژلو کې ۱۲ ګاډو برخه واخیسته او د فېکټرۍ د يوې برخې راپريوتو په پېښه کې اور وژونکي ژوبل شوي دي.

لا هم د اور لګېدو لامل نه دی معلوم خو دا په کراچۍ کې د اور لګيدو لومړۍ پېښه نه ده. د فېبرورۍ په مياشت کې هم د کراچۍ په کلفټن کې په یوه سوداګریزه ودانۍ کې د اور لګېدو له امله ۳۰ دوکانونه سوځېدلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د کراچۍ میټروپولیټن کارپوریشن سيند های کورټ ته ويلي وو چې دوی له ۲۶۵ څخه د زیاتو سوداګریزو ودانیو د اور وژنې د نظام تحقيقات کړي دي او ورته معلومه شوې چې په دوي کې يوې ته هم د اور وژنې څانګې له خوا اجازت نامه نه ده ورکړل شوې.