روسیه وايي، د اوکراین د ډرون برید له امله یې دوه مهم هوايي ډګرونه تړلي

روسیه او اوکراین پر یو بل د بې پیلوټه الوتکو په مټ بریدونه کوي. (انځور: ارشیف)

د روسیې چارواکو د جون پر اتمه ويلي دي چې د اوکراین د بې‌ پیلوټه الوتکو د برید له کبله دوی دې ته اړ شوي چې پلازمېنې مسکو ته نږدې دوه مهم هوایي ډګرونه وتړي.

د دوی په وینا، دې برید د تولا په سیمه کې د "ازوت" په کیمیاوي فابریکه کې لنډمهاله اور هم بل کړی. سیمه‌ ییزو چارواکو ویلي چې په کالوګا سیمه کې اووه نور ډرونونه هم ویجاړ شوي دي. تر اوسه د اوکراین لخوا رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

بلخوا روسي ځواکونو د شپې له خوا د اوکراین په مرکزي سیمو بریدونه کړي، چې له امله یې یو کس وژل شوی او پراخ زیانونه اوښتي دي. راپورونه وايي چې روسیې ۴۹ شاهد نومي ډرونونه کارولي دي.

تر دې وړاندې، د امریکا چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي وو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا د تېرې اونۍ د اوکرایني ډرون برید په غبرګون کې ګواښل شوې غچ اخیستنه تر اوسه په جدي ډول نه ده ترسره شوې.