د اشرف مفتون د شاعرۍ ځانګړنې څه وې؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
اشرف مفتون د پښتو ادب د نوي دور ځانګړی شاعر بلل کېږي. هغه په پښتو شاعرۍ کې د رومانويت سرلاری ګڼل کيږي. اشرف مفتون ډرامې او فلسفيانه نثرپارې هم ليکلې دي. د هغه په شاعرۍ کې فلسفيانه افکار تر نورو ډير موندل کيږي. په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال راشد خټک د اشرف مفتون د شاعرۍ ، نثر نګارۍ او شخصيت په اړه رپوټ برابر کړی دی.