ازبکستان د اختر په مناسبت له افغانستان سره یوسل او درې اتیا ټنه بشري مرسته کړې ده.
په ترمز ښار کې د ازبکستان سرحدي چارواکو د جون پر شپږمه خبر ورکړ چې دا مرستې یې د ولسمشر شوکت میرضیاییف په لارښوونه، د افغانستان بلخ ولایت ته واستولې.
په دې بشري مرستو کې اووړه، وریځي، بوره، پاستا، غوړي، لوبیا او یوشمیر خواږه شامل دي.
دا مرستې په حیرتان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې افغان لورې ته وسپارل شوې. په دې مراسمو کې د طالبانو د بلخ د والي مرستیال نور الهدی، د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت اله ایرګاشیف او د سورخند دریا والي اولغبیک قاسموف برخه لرله.
ازبکستان د کوچني اختر او نوروز په مناسبت هم له افغانستان سره د شاوخوا دوه سوه ټنه خوراکي موادو مرستې کړې وې.