امریکا پر ایران نور بندیزونه لګولي دي

د امریکا خزانې وزارت

د امریکا د خزانې وزارت د ایران تر سیوري لاندې بانکدارۍ نظام ته په اشاره ویلي چې دې شبکې په میلیارډونو غیرقانوني ډالر سپین کړې دي.

د امریکا د خزانې وزارت د جون پر شپږمه په اعلامیه کې ویلي چې د ایران حکومت له دې شبکې داسې ګټه اخلي چې خپل تیل او پیرتوشیمي مواد چې په خرڅلاو یې بندیزونه لیګدلي، استفاده وکړي او ویې پلوري.

د اعلامیې له مخې، د ایران حکومت له دغو عوایدو څخه د خپل اټومي پروګرام لپاره او د توغندیو د پروګرام لپاره همداراز د خپلو نیابتي ترهګریزو ډلو د مالي ملاتړ لپاره استفاده کوي.

دا هم وګورئ: ټرمپ وايي په اوسني وضعیت کې د ايران خلاف اقدام "مناسب" نه‌ دی

د امریکا خزانې وزیر، سکاټ بسنټ، ویلي چې د ایران تر سیورې لاندې بانکدارۍ سیستم د دې هېواد د حکومت لپاره یو حیاتي چېنل دی چې له لارې یې د تیلو له خرڅلاوه عاید تر لاسه کوي، پیسې انتقالوي، او بې‌ثباته کوونکي فعالیتونه پرمخ وړي.

د بسنټ په وینا، "دا مالي شبکه د حکومت اړوند کسان بډایه کوي، فساد ته وده ورکوي او د ایران خلکو ته یې ګټه نه رسیږي."

هغه شبکه چې د امریکا د خزانې وزارت لخوا ښودل شوې، د ګڼو عناصرو لکه د منصور وروڼو، ناصر او فضل‌الله زرین‌قلم له لوري رهبري کېږي. دغه شبکه د ایران له حکومت سره تړلو تحریم‌ شویو اشخاصو او سازمانونو ته دا زمینه برابروي چې نړیوال مالي نظام ته لاسرسی ومومي.

دا هم وګورئ: امريکايي چارواکي وايي له ايران سره د ايټمي پروګرام په اړه پرېکنده خبرې کوي

د امریکا په دې بندیزونو کې لږ تر لږه دوه شرکتونه هم شامل دي، چې د خزانې وزارت په وینا د ایران د تیلو د لیږد له ملي شرکت سره تړاو لري.

د «ایس پیتروکِم ایف‌زي‌اي» او «مادریت جنرال تریدینګ» شرکتونو، چې دواړه په متحده عربي اماراتو کې ثبت دي، شتمنۍ په امریکا کې کنګل اعلان شوې دي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا بندیزونه چې په متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ کې ځینې حقوقي اشخاص هم په نښه کوي، په داسې حال کې وضع شوي چې د امریکا د ولسمشر، ډونالد ټرمپ اداره هڅه کوي له ایران سره یو نوی اټومي تړون وکړي.