خلک وايي د قربانۍ څاروي ګران شوي دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پېښور او ورڅېرمه نورو سیمو کې د اختر په درشل کې خلک وايي، د قربانۍ څاروي ډېر ګران شوي دي. دوی وايي، اوس یې دومره وس نه کېږي چې ځان ځان له څاروی واخلي او قرباني یې کړي بلکې په شریکه قربانۍ ته اړ شوي دي. بل پلو، د څاروو سوداګر وايي، منډیۍ ته د څارویو په رسولو یې ډېر مصرفونه کړي دي نو په داسې مناسبه بیه یې خرڅول غواړي چې دوی هم یو څه وګټي.