د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۴ وسلوال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د جون په درېیمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دا عملیات یې د جون د دویمې او درېیمې نېټې په منځنۍ شپه په دته خېلو سیمه کې ترسره کړي دي.
د بیان له مخې د پاکستان پوځ د وسلوالو د موجودګۍ په اړه د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دغه عملیات ترسره کړي دي.
د پاکستان پوځ په دغو عملیاتو کې وژل شوي ټول کسان "د هند ملاتړ لرونکي خوارج" بللي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول؟
دا هم وګورئ: باجوړ کې د وسلوالو په ډزو ۴ پولیس ژوبل شوي ديټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.
د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. تر دې وړاندې د مې پر ۲۹مه یې ادعا کړې وه چې وسلوالو د مې د ۲۸مې او ۲۹مې ترمينځ شپې مهال د شمالي وزيرستان په شوال کې د پوځ پر امنيتي پوسته د بريد هڅه وکړه، چې په ځواب کې يې د پوځ د سرتېرو په ډزو شپږ وسلوال ووژل شول.
دا هم وګورئ: جنوبي وزيرستان کې ډرون بريد ۲۳ کسان ژوبل کړي ديداراز پوځ په اپرېل مياشت کې د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې له ۱۰۰ زياتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړې وې.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
دا هم وګورئ: په باجوړ او ملاکنډ کې درې کسان وژل شوي ديد شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.