په خوست کې د ۸۰۰ بې وزله ناروغانو وړیا درملنه پیل شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خوست کې د جون پر لومړۍ نېټه د یو خصوصي روغتیايي بنسټ لخوا د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۸۰۰ بې وزله ناروغانو د وړیا درملنې پروګرام پیل شو. د بنسټ کارکوونکي وايي، ناروغانو ته د ډاکټرانو له کتنې نیولې، بیا تر لابراتواري معایناتو او درملو ټول خدمتونه وړیا ورکوي. بلخوا ناروغان هم دا یو ښه ګام بولي او د ټولنې له نورو پانګوالو او شتمنو کسانو غواړي، چې د ژوند په ټولو برخو کې د بې وزله خلکو لاسنیوی وکړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپورټ کې وګورئ