د پاکستان په سيند صوبه کې سختې ګرمۍ يوشمېر خلک ځپلي دي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان په سيند صوبه کې يوشمېر خلک د سختې ګرمۍ له امله ناروغه شوي دي. د هوا پېژندنې اداره وايي چې په ځينو سميو کې د تودوخې لوړه درجه ۵۰ سانټي ګرېډ ته رسېدلې ده. دا اداره وايي چې په راتلونکو ورځو کې به دا ګرمي نوره هم زياتېږي. د رويټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.