مکرون: اروپا ته د روسیې له ګواښه سترګې پټول به "لېونتوب" وي

اېمانوېل مکرون (له ښي لوري لومړی) د اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر اوږه لاس ایښی، په مینځ کې د برېتانیا وزیراعظم کېیر سټامر هم ولاړ دی - د مارچ دویمې انځور.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلی، اروپا ته د روسیې له ګواښه سترګې پټول به "لېونتوب" وي.

هغه د مارچ پر پینځمه پر ملي ټېلېوېژن په وینا کې وویل چې په اروپا کې تر خپلو متحدانو پورې د فرانسې د اټومي دفاع پروګرام ورغځولو په اړه بحث ته تیار دی.

مکرون دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې اروپايي مشرانو د مارچ پر شپږمه په برسلز کې د پوځي بودیجې پر زیاتولو د خبرو لپاره بیړنۍ غونډه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو او اروپا امنیت ته د واشنګټن ژمنتیا په اړه اندېښنې پیدا شوې دي.

مکرون وویل: "زموږ د اټومي دفاع پروګرام موږ خوندي ساتي. دا بشپړ، خپلواک، او فرانسوی دی."

دا تر اوسه د نوموړي له تر ټولو پیاوړو څرګندونو څخه بلل کېږي. فرانسوي ولسمشر وویل، د جرمني د راتلونکي وزیراعظم فریډریښ مېرڅ د "تاریخي غوښتنې په ځواب کې یې پرېکړه کړې چې د خپلې اټومي دفاع له لارې د اروپا په لویه وچه کې د خپلو متحدانو د ساتنې لپاره ستراتیژیک بحث پیل" کړي.

مکرون زیاته کړه چې فرانسه به دفاعي لګښت زیات کړي او پاریس به پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل، چې څلورم کال ته داخل شوی، پر وړاندې د کییف ملاتړ ته دوام ورکړي.