د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې د اپیمو بیې لوړې شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سږکال د اګست پر ۱۵مه طالبانو پر افغانستان تر قبضې وروسته ویلي چې د اپیمو او تریاکو پر کاروبار بندیز لګوي. خو د کوکنارو کرونده ګر وايي، له مجبورۍ دا کار کوي که متبادل ورته پیدا کړل شي نو د کورکنارو له کروندې به لاس واخلي. بلخوا سوداګر د اپیمو په بیو کې زیاتوالی د طالبانو لخوا د بندیز د اندېښنو له وجې راغلی دی. په دې هکله په کندهار کې د اپیمو د یو بازار حال په دې رپورټ کې وګورئ. ویډیو: اې اېف پي ایډېټ او رپورټ: منورشاه