اسراییلي وزیراعظم بنجمن نتن یاهو خبردارۍ ورکړی چې حماس د می پر ۱۰مه پر بیت المقدس د راکټونو په توغولو سره تر سرې کرښې اوښتی دی.
دا له هغه څو ورځې وروسته ده چې له الاقصی جومات سره نږدې د فلسطیني مظاهره چیانو او اسراییلي پولیسو ترمنځ نښتې شوې وې.
دغه راکټی بريدونه د دواړو غاړو تر منځ د کړکیچ د زیاتوالی څرګندويي کوي چې په نتيجه کې یی په سلګونه فلسطینیان ژوبل شوي دي.
د وژل شوي فلسطيڼي يو خپل ته خلک تسلي ورکوي. عکس-ارشېف
په ځوابي حمله کې اسراییلي پوځ په غزه سیمه کې په هوایي بریدونو کې راکټ لانچرې او وسله وال په نښه کړي دي.
د فلسطین د روغتيا په غزه پټۍ کې د ۲۰ کسانو د مرګ خبر ورکړی چې پکې نهه ماشومان هم دي. په وژل شويو کې د درې ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اووه کسان هم دي.
اې اېف پي اژانس د ځینو ناڅرګنده ځایي چارواکو په حواله لیکلي چې په وژل شويو کې د حماس ډلې یو مشر کومندان هم شته.
پر اسراییل دغه بریدونه دبیت المقدس د ورځې د لمانځلو په ورځ ماښام مهال شوی ول.
په دې ورځ په ۱۹۶۷ ز کال کی دعربو او اسراییلو د جنګ پر مهال اسراییل مشرقی بیت المقدس نیولی وو.