افغانستان کې د جګړې له کبله په میلیونونو خلک بې کوره شوي: د خوراک نړيواله اداره

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړيواله اداره وايي، ‌په افغانستان کې د جګړو، هوا بدلون او کورونا وایرس له امله د خلکو اقتصاد خراب شوی او په ميليونونو خلک بې کوره شوي دي. دې ادارې تر ټولو زیاته اندېښنه د ماشومانو په اړه ښودلې چې په وينا یې د خوړو کمی او خوار ځواکي ‌لري. د ډبليو ايف پي په خبره دوی د خلکو سره خوراکي‌مرستې کوي خو لا هم نورو ډيرو مرستو ته ضرورت دی. بشيرګواښ‌د ايسوسيټيډ‌پريس خبري اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی.