د اپوزېشن مشر شهباز شریف ګرفتار

شهباز شریف

د پاکستان اپوزيشن مشر او د مسلم ليګ نواز مشر شهباز شريف په ناقانونه توګه د پېسو لېږد په مقدمه کې ونيول شو.

نوموړی یې د سېپټېمبر پر ۲۸مه نېټه د پاکستان احتساب ادارې نېب د لاهور های کورټ مخې ته له هغه وروسته ونيولی چې عدالت د هغه د ضمانت درخواست رد کړ. نېب پر هغه له امدني زياتې شتمنیو لرلو او د پېسو په ناقانونه توګه د لېږدولو مقدمې جوړې کړې دي.

په تېره اورېدنه کې دوکسيزه بنچ د سېپټېمبر تر ۲۸مې (نن) پورې د شهباز شريف ضمانت غځولی وو. د نيول کېدو پر مهال د مسلم ليګ نواز ګڼ شمېر غړي موجو ول او هغو د تحريک انصاف حکومت او نېب پرضد شعارونه ورکړل.

د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې مريم نواز په ټويټر پاڼه ليکلي چې شهباز شريف ځکه نيول شوی چې هغه د هغو قوتونو په لاسونو کې له لوبېدو انکار وکړ چې د دې په خبره غوښتل يې چې دی د خپل ورور(نوازشريف) پرضد استعمال کړي. نوموړې پر مخ ليکلي چې شهبازشريف د خپل ورور پر ضد د درېدو پر ځای جيل ته تګ غوره وګاڼه. نوموړې دا انتقامي احتساب بللی او ويلي چې دا به د نواز شريف او د هغه د ملګرو حوصلې کمزورې نکړا شي. دې دړکه ورکړې چې هغه وخت ډېر ليرې نه دی چې ولس به د دې حکومت او د دوی په واک کې د راوستونکيو احتساب وکړي.

پاکستان تحريکا انصاف په وار وار شهباز شريف او نوازشريف باندې د کرپسن تورونه لګولي چې دوی هروخت رد کړي دي.