د کورونا وایرس وبا نړیوال اقتصاد زښت اغېزمن کړی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش وايي، د کورونا وایرس وبا نه یوازې نړۍ له روغتیايي بحران سره مخامخ کړې بلکې دا پر نړیوال اقتصاد هم خورا لوی اغېز لري. په عین وخت کې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ادارو پر اقتصاد اغېز ته په کتو مرستندویه پروګرامونه پیل کړي چې ورسره سم نه یوازې خلکو ته پیسې ورکوي بلکې کاروبارونو ته په کم سود او اسانه شرطونو پورونه ورکوي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.