تورخم: له پاکستانه ورتلونکو خلکو قرنطین لپاره ځای جوړ شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان ننګرهار ولايت والي شاه محمود میاخېل وايي په تورخم کې يې د کورونا وایرس مشکوکو کسانو لپاره ځای جوړ کړی دی‌. هغه وايي له پاکستانه وراوښتونکی هر کس به د کورونا وایرس د خورېدو د مخنيوي په خاطر په دغه ځای کې تر ۲۰ ورځو پورې قرنطین کېږي. تر اوسه معلومه نه ده چې د تورخم لار به کله پرانيستل شي.