د ۱۶م ډېسېمبر د ناورین عدالتي کمېشن راپور دې په ډاګه کړل شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ارمی پبلیک سکول کې د طالب وسله والو په خونړي برید کې د وژل شویو زدکونکو او استادانو پنځم تلین نن په پښور کې ولمانځل شو. د شهیدانو ماشومانو میندو پلرونو تنظیم خپله غونډه په پېښور ارکایوز تالار کې وکړه. مهوش طارق چې دوه وروڼه یې په هغه پېښه کې وژل شوي ول له مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته ګیله مندي وښودله او زیاته یې کړه چې له ژونده ناامېده شوي دي. دوی غوښتنه کوله چې د ۱۶م ډېسېمبر پېښې عدالتي کمېشن راپور دې په ډاګه کړل شي. عظمت علي شاه یې ویډیو راپور کښلی.