هندي چارواکي وايي چې په سياچين کې يې د واوري ګټ راپرېوتو په پېښه کې د پوځ د ګزمه کوونکې ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.
سياچين د کشمير د لانجمنې سيمې برخه ده چې د قراقرم په ختيځ کې په هماليه غرونو پورې تړاو لري. په دې سيمه کې مخکې هم له يخنۍ او د واورې ښويېدو له کبله يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې ليکي، د هند د دفاع وزارت وياند نن [د نومبر پر ۱۹مه] وويل چې په سياچين کې د ګزمې پر مهال د هندي ځواک شپږ غړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
وياند ويلي چې په وژل شوو کې څلور عسکر او دوه خدمتګاران ول.
دغه کسان د دوشنبې په ورځ د ځمکې له سطحې څخه څه باندې ۵۸۰۰ ميټره لوړ د واوري ګټ رالوېدو له کبله په ساعتونو بند پاتې ول او د وتلو لاره يې نه درلوده.
وروسته ژغورونکې ډلې ټول اته کسان را وايستل او نژدې پوځي روغتون ته يې ورسول.
وياند زياتوي چې د اوو کسانو حالت د اندېښنې وړ و چې وروسته يې شپږو د يخ وهلو له کبله ساه ورکړه.
هند او پاکستان په ۱۹۸۴م کال کې د کشمير په لانجمنه سيمه کې پر سياچين ګلېشيېر خپل پوځونه ځای پر ځای کړي دي. دا په نړۍ کې د جنګ تر ټولو لوړ ميدان دی.
په دې ځای کې دواړو هېوادونو زيات پوځيان د مخامخ جګړې په پرتله د موسمي حالاتو له کبله له لاسه ورکړي دي.
دلته د ځمکې ښويېدو او د واورو د ګټو راپرېوتو پېښې زياتې کېږي او د تودوخي درجه تر صفر لاندې ځي.
په ۲۰۱۲م کال کې د پاکستان تر کنټرول لاندې سياچين ساحه کې د واوري ګټ راپرېوتو له کبله د ۱۲۹ عسکرو په ګډون ۱۴۰ کسان وېل شوي ول.