"پخوانۍ فاټا لا هم له بنیادي سهولتونو محرومه ده"

پراګ ـ د قبایلي ضلعو د بېلا بېلو اتحادیو مشران وايي، د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د قبایلي سېمو د انضمام په عمل کې ډېر کم پرمختګ کړی او تر اوسه یې دغو سېمو ته د بنیادي سهولتونو په رسولو کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

دا هم وګورئ: قبایلي سیمې لوی اقتصادي پېکچ ته اړتیا لري: ولس

د قبایلي سېمو سیاسي او ټولنیز فعال اېډوکېټ کریم محسود وايي، په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو وروسته قبایلي ضلعو کې د پرمختګ کارونه شاته پاتې دي خو د دې سېمو د معدنیاتو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې تندې کړل شوي دی:

(( دوی چې په انضمام او اصلاحاتو کې له ولس سره کومې وعدې کړې وې، هغه یې نه دي پوره کړي خو غواړي چې زر تر زره د قبایلي ضلعو د معدنیاتو ټیکې د یو بل په نوم کړي. تر څو پورې چې مونږ ته د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو د خلکو برابر حقونه نه وي راکړل شوي مونږ به صوبايي حکومت معدنیاتو ترلاسه کولو ته نه پرېږدو.))

په دې هکله مو د کانونو او معدنیاتو د صوبايي وزیر امجد علي له دفتر سره رابطه وکړه چې دې تورونو ته ځواب ووايي خو نوموړی خبرو کولو ته تیار نه شو.

بلخوا د زمکپوهنې یا جیالوجي کارپوهه ډاکټره نورجهان وايي، قبایلي ضلعې د قېمتي معدنیاتو نه ډکې دې خو خلک یې لا هم د ټولې نړۍ نه وروسته پاتې ژوند تیروي.

دا هم وګورئ: د خیبر مشران وايي، د ټول پلازې په نامه نوي ټیکسونه نه مني

نوموړې وايي:

((زه په قبایلي سېمو کې ډیره ګرځيدلې یم. په ډیرو سېمو کې یې خلک د څښلو اوبه نه لري، زیاتره خلک یې بیا د تعلیم او صحت د سهولتونو نه محروم دي. بلخوا جیالوجسټ په حېث ماته معلومه ده چې په دنیا کې کوم قسم قیمتي معدنیات شته، هغه ټول په قبایلي ضلعو کې هم شتون لري. پکار ده چې حکومت یې را وباسي او د ځايي خلکو د پرمختګ لپاره یې استعمال کړي.))

د یادونې ده چې وزیراعظم عمران خان د دسمبر په ۱۴مه د پېښور د سفر پر مهال ویلي وو چې د قبایلي ضلعو د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره یې د خېبر پښتونخوا د ګورنر، وزیراعلا، صوبايي کابینې، او له قبایلي سېمو د پارلیماني غړیو کمیټي جوړه کړې چې حکومت به د هغوی د سپارښتنو په رڼا کې بیړني اقدامات کوي.