پراګ - د پېښور ډپټي کمشنر شاهد علي د مارچ په ۱۵مه مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې دوی یوازې د هوايي مېدان خوا او شا سيمو کې د هوايي ډزو مخنيوي لپاره دفعه ۱۴۴ لګولې ده. د هغه په خبره دا دفعه به تر هغې پورې نافذه وي تر څو چې دلته د پاکستان هوايي ځواکونو روان تمرينونه نه وي بشپړ شوي. هغه د تمرينونو د ختمېدو نېټه وا ضحه نه کړه.
نوموړي زياته کړه چې د پښتون تحفظ غورځنګ د جلسې مخنيوي لپاره دا کار نه دی شوی. ((د هوايي مېدان خوا او شا سيمې حساسه دي. دلته مو د اړونده چارواکو په غوښتنه د هوايي ډزو او پتنګ بازۍ د مخنيوي لپاره ۱۴۴ دفعه لګولې ده. کرفيو نشته.))
په باړه کې د پښتون تحفظ غورځنګ جلسه د مارچ په اتلسمه نېټه کېږي خو د پېښور جلسه ښايي د سکولونو او کالجونو د رخصتیوو له وجې وځنډېږي
د پښتون تحفظ غورځنګ مشرانو تېره اونۍ په بلوچستان کې تر جلسو کولو وروسته اعلان کړی وو چې په پېښور کې د مارچ په پنځه ويشتمه يوه لويه جلسه کوي. د بلوچستان تر ناستو وروسته هلته پوليسو د غورځنګ د ځينو مشرانو پر ضد ايف، آيي، آر درج کړی وو. دوی ويل چې حکومتي خنډونه يې مخه نه شي نیولی.
د پېښور جلسې يو منتظم طارق افغان مشال راډيو ته وويل چې کېدای شي د دې ناستې وخت بدل کړي خو په باړه کې راتلونکې جلسه به دوه ورځې وروسته په خپل وخت کېږي.
نوموړي زياته کړه: ((ممکنه ده چې دا جلسه وځنډوو. وجه یې دا ده چې اوس سکولونه او کالجونه رخصت دي. دا د ځوانانو تحريک دی. نو موږ غواړو چې ځوانان له خپلو کلو څخه د رخصتيوو تر تېرولو وروسته تازه را واپس شي او په ښه توګه دې جلسې کې ګډون وکړي. خو د باړې جلسه د مارچ په اتلسمه کېږي.))
د پښتون تحفظ غورځنګ غوښتنې:
- په کراچۍ کې د يو وزيرستاني ځوان، نقيب الله مسود پر وژنې تورن د ملير پوليسو ايس ایس پي راو انور دې ونيول شي
- قبايلي سيمې دې له ماينونو پاکې شي
- قبايلي سيمو کې دې پوځي چيک پوسټونه او ګرځبندېزونه کم کړل شي
- غېب کړل شوي ځوانان دې خپلو کورونه ته راستانه کړل شي
پښتون تحفظ غورځنګ د فرورۍ په لسمه په اسلام اباد کې خپل پرلت د حکومتي وعدو وروسته د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه. حکومت په ليکلې بڼه وعده وکړه چې د پښتون تحفظ غورځنګ غوښتنې به مني خو د دې غورځنګ مشران وايي حکومت لا هم په بشپړه توګه خپلې ژمنې نه دې پوره کړي نو ځکه به په بېلابېلو سيمو کې د چمتووالي تر جلسو کولو وروسته بيا په اسلام اباد کې احتجاج کوي.