د قبايلي کرکټرانو ستونزې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ځوانانو غږ خپرونه کې مو په قبايلي سيمو کې د کرکټ لوبغاړو د ستونزو په اړه خبرې کړي. زموږ ميلمانه وو په خېبر ايجنسۍ کې کرکټر صاحب علي شنواري چې لوبډله يې دوه وارې د ټولې فاټا چيمپين پاتې شوې. همداراز دوي په افغانستان کې هم ډير ټورنمنټونه ګټلي دي.
د حکومتي ادارې فاټا کرکټ ايسوسين صدر نورالحق هم زموږ ميلمه وو ، نوموړي وويل که څوک په قبايلي سيمو کې زمکه ورکړي دوي پرې کرکټ ګراؤنډ جوړولو ته چمتو دي نو د دې په ځواب کې له وزيرستانه يو تن وويل چې هغه زمکې ورکولو ته تيار دی. همداراز د حکومتي ادارې فاټا کرکټ ايسوسين صدر نورالحق ژمنه وکړه چې هغه به پر دغه زمکه ضرور ميدان جوړوي.
د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.