پامیر ساحل، مشال راډیو
پراګ - په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د جون پر دویمه نېټه څلور هغه کسان خوشې کړل چې د امریکا نیویارک په ټایمز څلور لارې کې د بمي حملې له چل جوړوونکي فیصل شهزاد سره د تړاو په تور نیول شوي ول.
فیصل شهزاد د موټر بم حملې چل په ۲۰۱۰ز کال کې جوړ کړی وو.
نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، پاکستاني عدالت چې څلور کسان خوشې کړل پر هغوی له فیصل شهزاد سره د مالي او لوژیستیکي مرستو تور وو.
د ورځپاڼې په خبره، په ۲۰۱۰ز کال کې د نومبر په میاشت کې په دې څلورو کې درې په رسمي توګه تورن شوي هم ول خو دوی له خپلو تورونو انکار کاوه.
د عدالت د دې ګام په بدل کې امریکا پر پاکستان د ۳۳ میلیونه ډالرو مرستې بندې کړې.
دې ټولو پېښو ته په کتو سره پوښتنه دا پیدا کېږي چې د واشنګټن و اسلام اباد خراب اړیکي د ترهګرۍ ضد پر جګړې څه اثر غورځوي؟
رپورټ په غږیزه بڼه دلته واورئ:
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د امریکا و پاکستان اړیکي، او پر ترهګرۍ ضد جګړې اغېز
زیات اثر شوی
په پاکستان کې د دفاعي و سیاسي چارو کار پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی برېګېډیر اسد منیر وايي، د سلالې پېښې د پاکستان و امریکا اړیکي ور ختم کړل او د ترهګرۍ ضد پر جګړې ډېر اثر شوی دی.
په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر پوهاند ډاکتر اعجاز خان وايي، د شیکاګو تر غونډې مخکې هیلې وې چې اړیکي به ښه شي خو دا پسې نور وران شول.
ډاکتر اعجاز خان وايي، داسې ونشو او امریکا ګرانه لار خپله کړه.
مسله د حکومت و عدالتي نظام ده
د امریکا په نیو یارک پوسټ ورځپاڼه کې د دې څلورو کسانو د خوشې کولو فیصلې په اړه لیکل شوي چې دا د امریکا د ترهګرۍ ضد د هڅو د ماتولو حیثیت لري.
په ورځپاڼه کې راغلي، له دې کار سره پاکستان د ترهګرۍ ضد پر هڅو ګوزار کړی دی.
د دفاعي و سیاسي چارو کار پوه برېګېډير اسد منیر هم دا نظر لري چې په پاکستان کې په داسې پېښو کې مسله د ثبوتونو او عدالتي نظام ده او داسې فیصلې د هیوادونو تر منځ پر اړیکو او همکاریو اثر لري.
د کینسر درملنه په ډیسپرین ګولیو
د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر او د پاکستان د سینېټ غړی افراسیاب خټک دا مني چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قانون نشته نو ځکه داسې پېښې کېږي.
افراسیاب خټک وايي، په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یو قانون په ۱۹۹۷ کې جوړ شوی وو او هغه اوس داسې دی لکه یو کس چې د ((کینسر [رنځ درملنه] د ډیسپرین په ګولیو)) کوي.
پاکستان باید په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي
اسد منیر وايي، کېدای شي چې حکومت او پوځ دواړه اوس غواړي چې په افغانستان کې د ناټو پوځیانو له پاره له خپلې خاورې لارې خلاصې کړي خو د ده په خبره مسله اوس د ولس د نظر ده.
اسد منیر وايي، د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي باید ښه شي ځکه چې پاکستان اړتیا لري چې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي.
دی زیاتوي، تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به د پاکستان له پاره دا ډېره ګرانه شي چې د ترهګرۍ ضد سم عملیات وکړي.
د اعجاز خټک په وینا، دی نه ویني چې د امریکا و پاکستان اړیکي دې ژر ښه شي او د چارو کار پوهان نظر لري چې دا د ترهګرۍ ضد جګړې ته ډېر تاوان رسولای شي.