د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان او پاکستانیو ځواکونو په خبرو د ستونزو هواري هوکړه کړې


خبریال: محمد صادق ریښتینی

سپین بولدک - افغان او پاکستاني سرحدي چارواکو په سپین بولدک کې په یوه ګډه غونډه کې د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي پر پرتو سرحدي ستونزو بحث کړي.

په لقمان او جهانګیر کلیو کې تر جګړي یوه نیمه وروسته دا په سپین بولدک او چمن کې د افغان سرحدي پولیسو او پاکستاني ملېشو دویمه غونډه ده.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پولیسو لخوا د پاکستاني سرحدي چارواکو لپاره د روژه ماتي په مېلمستیا کې دواړو لوریو پر سرحدي ستونزو بحث وکړ او موافقه وشوه چي تر دي وروسته به د کرښې په دواړو غاړو کې رامنځ ته کېدونکې ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو د لارې حلوي.

په غونډه کې د کندهار د درېيمې سرحدي لوا قوماندان جنرال محمد انور انبیا پر ډېورنډ کرښه او د چمن – سپین بولدک په دروازه کې د احتمالي ستونزو پر مهال پر خبرو او تفاهم ټينګار وکړ:

((داسې مشکلات لکه په لقمان او جهانګیر کې چې رامنځ ته شول زموږ هیله دا ده چې داسي مسایل د خبرو د لاري حل شي.))

د پاکستان د سرحدي لوا قوماندان جنرال ندیم وویل، د لقمان او جهانګیر کلیو پر سر د ځېنو غلط فهمیو له امله د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه وشوه.

د جنرال ندیم په وینا پاکستاني لورې د لقمان او نظر کلیو څخه خپل ځواکونه ایستلي دي . جنرال ندیم وویل:

((تر هغې وروسته چې څو ورځې مخکې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ لومړۍ ناسته وشوه، موږ خپل ځواکونه د سپین بولدک له لقمان او جهانګیر کلیو څخه ایستلي دي او دغلته مو خپل کارونه درولي دي.

تر هغه مهاله چې د یادو کلیو په اړه د کابل او اسلام اباد پرېکړه معلومېږي، د دواړو لورو ترمنځ به اوربند وي او ستونزې به د جګړې پر ځای د خبرو له لارې هوارېږي.))

په ناسته کې د دواړو لوریو قومي مشرانو او ملي سوداګرو له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه، چې د ستونزو پر مهال دي دروزاه نه تړل کيږي چې افغان او پاکستاني سوداګر له مالي زیانونو وژغورل شي.

د سپین بولدک- چمن لار تېر میاشت تر هغې وروسته وتړل شوه چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپین بولدک په لقمان او جهانګیر کلیو کې د سر شمېرنې پر سر جګړه وشوه او لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG