د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر یو بل کړکېچ ته داخیلېږي


د مصر د پوځ مشر او د دفاع وزیر جنرل عبدالفتاح السیسي
د مصر د پوځ مشر او د دفاع وزیر جنرل عبدالفتاح السیسي

د دفاع وزیر دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وار د مخه لا د دې هيواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي پلويانو د پوځ په ضد لاريونونو ته دوام ورکړی دی.

د مصر د پوځ مشر او د دفاع وزیر جنرل عبدالفتاح السیسي د دې هیواد له خلکو غوښتې دي چې د جمعې په ورځ دې د پوځ د هغه اقدام په ملاتړ کوڅو ته راووځي او مظاهرې دې وکړې چې نوموړی يې د ورانکارۍ او ترهګرۍ په ضد مبارزه ګڼي.


نوموړي دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې وار د مخه لا د دې هيواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي پلويانو د پوځ په ضد لاريونونو ته دوام ورکړی دی.

السیسي د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د روانې میاشتې په دریمه نیټه مرسي له واکه لرې کړ.

د مشال راډیو همکار احمد شاه اعظمي په دې اړه د منځني ختيځ د چارو له یوه کتونکي نجم الله برهاني سره مرکه کړې او په لومړي سر کې ترې پوښتلي چې د السيسي دا بيان به مصر پر کوم لور بوځي؟ برهاني په ځواب کې وايي.....

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG