د بلوچستان د بیړني عملیاتو مرکز انعام الله رسنیو ته ویلي چې د دې کمپاین لپاره ټولې تیارۍ نیول شوې دي او په روان کمپاین کې به ۸،۹۳۳ ټیمونه به برخه اخلي.
د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په بیان کې ویلي، پېښه د اګست پر ۲۲مه سهار مهال کراچۍ ته په څېرمه وړوکي ښار اوتل کې شوې ده.
چارواکي وايي، د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې زیارت د انتظامي افسر یا اسېسټنټ کمېشنر او د هغه د زوی د خوشې کولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي. د زیارت انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ذکا الله دراني ته محمد افضل د اتوار پر ورځ تښتول شوی. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. رپورټ واورئ.
د بنسټ مشر ډاکتر لال کاکړ مشال راډیو ته وویل، هر کال "د اګست اتمې د شهیدانو" تلین په خورا درناوي لمانځي. د پاکستان د وکیلانو ټولنې غړي منیر کاکړ مشال راډیو ته وویل، هغه ځانمرګي برید په صوبه کې د وکالت څانګې ته لوی زیان ورساوه.
رپورټ وايي چې سیاستوالانو او د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ ویلي دي چې په هغه صوبه کې زرګونه کسان بې درکه دي چې د زیاترو د مړ، ژوندي هېڅ پته نه لګي. هغه کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي.
د پاکستان د مخابراتي چارو د ادارې (پاکستان ټېلېکمیونیکېشن اتارټي یا پي ټي اې) یو چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له حکومتي اعلان سره سم، د بلوچستان په چمن، کلا عبدالله، کلا سیف الله، پښین، بوري (لورالايي)، زیارت، هرنايي، کوهلو او نوشکي کې د موبایل انټرنېټي خدمات تړل شوي دي.
د بلوچستان د کانونو مشر څارونکي (چیف انسپکټر ماینز) عبدالغني د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د څماولنګ په یو کان کې شوې وه.
نور وښیئ