د خیبر پښتونخوا ۴ ضلعو کې په وسلوالو بریدونو کې ۸ سرتېري وژل شوي دي

د پاکستان پوځ سرتېري په ډېره اسماعیل خان کې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو، بنو، ډېره اسماعیل خان او کورمه کې په وسلوالو حملو کې اته پولیس او پوځي سرتېري وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل دي.

د لکي مروتو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د تجوړي پولیسو پر ګاډي په ځانمرګي برید کې یو سرتېری وژل شوی او درې ژوبل دي.

دی وايي، پولیسو پر سړک پر موټرسایکل سپرو دوو کسانو ته درېدو اشاره وکړه خو هغوی وتښتېدل.

د ده په خبره، د پولیسو ګاډي هغوی تعقیبول چې و یې نیسي چې یو وسلوال له موټرسایکله ښکته شو، چاودنه یې وکړه او بل وتښتېد.

په همدې حال کې د بنو د پولیسو مشر یاسر اپرېدي مشال راډیو ته وویل، وسلوالو د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه سهار مهال په ممشخېلو کې دندې ته پر لاره روان پولیس سرتېری وویشت او وتښتېدل.

دی وايي، د سرتېري د وژونکو د نیولو لپاره یې پلټنیز عملیات پیل کړي دي.

په بنو چاوڼۍ کې د پوځ او استخباراتي ادارې دوو جلا، جلا چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل، د نومبر پر ۳۰مه د بنو په بکاخېلو کې پر پوځي قافلې په حمله کې یو سرتېری ووژل او دوه ژوبل شول.

دوی وايي، برید هغه مهال شوی چې انتظامیې د پوځي کاروانونو د خوندي تګ راتګ لپاره د شمالي وزیرستان او بنو ترمینځ پر سړک ګرځبندیز (کرفیو) لګولی وو.

په عین وخت کې د ډېره اسماعیل خان د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د نومبر پر ۳۰مه په کلاچۍ کې یو پوځي ګاډی د سړک تر غاړې د بمي برید ښکار شو چې پکې درې سرتېري ووژل او دوه ژوبل شول.

چارواکی وايي، ژوبل سرتېري د ډېره اسماعیل خان پوځ روغتون ته لېږدول شوي او امنیتي سرتېرو په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

اخوا په منځنۍ کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د ډېسېمبر پر لومړۍ د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسلوالو د نومبر پر ۳۰مه په چنارک سیمه کې پر امنیتي پوستې برید وکړ چې پکې دوه پولیس ووژل شول او دوه ژوبل شول.

دی وايي، په پوسته کې ناستو سرتېرو ځوابي کارروايي وکړه خو وسلوالو ته د اوښتي زیان په اړه کره معلومات نه لري.

د خیبر پښتونخوا په هغو درې ضلعو کې د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو، ډېره اسماعیل خان، کورمې او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۲۴مه په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.

داراز، د بنو او لکي مروتو په مختلفو برخو کې ځايي وګړو هم د وسلوالو فعالیتونو د مخنیوي لپاره امن کمېټۍ جوړې کړې دي.

د بنو په ډومېل کې د ولسي مشرانو یوې جرګې د نومبر پر ۲۶مه د امن کمېټۍ او لښکر جوړولو اعلان وکړ او د سیمې د امنیت هوډ یې وښود. پولیسو ویلي دي چې د هغو ولسي کمېټيو او لښکرو ملاتړ کوي.