د میرامشا د مرستیال کمېشنر پر ګاډي برید کې ۴ کسان وژل شوي

په بنو کې پوليسو سيمه کلابنده کړې او د خلکو تالاشي کوي ـ انځور له ارشيفه

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو کې د شمالي وزیرستان د یوه چارواکي پر ګاډي برید کې څلور کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

په میرامشا کې د پولیسو کنټرول خونې یوه چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د ډېسېمبر په دویمه نامعلومو وسلوالو د بنو په ماشخېلو سیمه کې د میرامشا د مرستیال کمېشنر شاه ولي خان پر ګاډي برید وکړ چې پکې څلور کسان ووژل شول. نوموړی وايي دوی د دوو پولیس سرتېرو او د یوه لاروي وژنه تاییدولی شي خو د څلورم کس جسد سوځېدلی دی نو په اړه یې دم ګړۍ ته څه نه شي ویلی. نوموړی وايي امکان لري سوځېدلی جسد دې د مرستیال کمېشنر شاه ولي خان وي.

د میرامشا د پولیسو کنټرول خونې دغه چارواکي زیاته کړه ټاکل شوې وه چې د میرامشا مرستیال کمېشنر شاه ولي خان په بنو کې عدالت ته حاضر شي خو ترهغې وړاندې یې پر ګاډي حمله وشوه.

د بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا پولیس وايي په تېرو دو ورځو کې په لکي مروت، ډېره اسماعیل خان او کورمه کې وسلوالو په بېلابېلو بریدونو کې لږ تر لږه اته پولیس او پوځي سرتېري وژلي او یو شمېر نور یې ژوبل کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په هغو درې ضلعو کې د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو، ډېره اسماعیل خان، کورمې او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۲۴مه په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.

په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي ضلعو، کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.