د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس (کاونټر ټېرېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) دعوه کوي چې د بنو په ډومېل کې یې د نښتو پر مهال پینځه وسلوال وژلي دي.
یادې ادارې د نومبر پر ۲۲مه رسنیو ته په لېږلې یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا وسلوال تېره شپه وروسته له هغې په ځوابي برید کې ووژل شول چې لومړی دوی په سي ټي ډي پولیسو حمله وکړه. دوی وايي د نښتو پر مهال دوه ولسي کسان هم وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان پوځ دعوه کوي چې د نومبر پر ۲۰مه او ۲۱مه یې په لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې د عملیاتو پر مهال ۱۳ وسلوال وژلي دي. د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا ادارې ای اېس پی ار د نومبر پر ۲۲مه په خپره کړې خبرپاڼه کې وژل شوي کسان "خوارج" یاد کړي دي.
پوځ په دې وروستیو کې دغه اصطلاح هغو وسلوالو ته کاروي چې د حکومت پر ضد د ملک په بېلابېلو برخو کې جنګېږي. پوځ وايي دا عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره کړي دي او پر مهال یې وسلې او مهمات هم لاس ته راوړي دي.
کومې وسلوالې ډلې د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د دې خبر سپیناوی نه شي کولی.
تر دې وړاندې د بنو پولیسو دعوه کړې وه چې د نومبر پر ۲۰مه په بنو کې د طالبانو د دوو ډلو ترمینځ په نښته کې د یوې ډلې اووه کسان وژل شوي ول. د بنو د پولیسو د ویاند بشیر خان په وینا جګړه د حکومت پلوو او مخالفو طالبانو ترمینځ وشوه. د پولیسو په وینا د حکومت ضد طالبانو یوې ډلې د حکومت پلوه قاري جلیل خان پر دفتر برید وکړ. پولیسو دا نه دي ویلي چې حکومت مخالفه وسلوال څوک او د کومې ډلې وو؟
پولیس او ځايي خلک حکومت پلوه طالبان د امن کمېټۍ په نامه هم پېژني او د "ښو طالبانو" نوم هم ورته اخېستل کېږي. او د طالبانو هغه ډلې چې د حکومت پر ضد جنګېږي ورته "د بدو طالبانو" نوم اخیستل کېږي.
تر اوسه د وسلوالو کومې ډلې د بنو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پېښې پخلی نه شي کولی.
د بنو ترڅنګ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې هم وخت په وخت د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمینځ نښتې شوې دي چې پکې دوی ته مرګژوبله هم اوړېدلې ده.
له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.
په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.